دافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو
نصیراحمد – مهمند نصیراحمد – مهمند

دشهیدانواوغازیانو په یاد

 

ویاړم چی دګران هیواد لرغونی افغانستان دخپلواکی او آزادی دبیرته اخیستلو دلاری  شهیدانواوغازیانو روح ته اوهغو کسانوته چی په دغه دینی او ملی جهاد او مبارزه کی په صدلقت وایمانداری او ایثار سره په ښکاره برخه درلوده زیات درود او تحیات استوم . اوهمدغه راز دخپلی دزړه له کومی هیلی هغوحساسو او دردمنوزړونوته چی دهیواد دسرلوړلی او د افغان ولس دنیکمرغی اوهمداسی دباتور اوقهرمان پلرونو نیکونوپه لاراوهیله حرکت کوی او دغه موخه او هدف ته رسیدل دخپل دینی او ملی وجیبه جزء ګڼی وړاندی کوم .

 

نوی کاله مخکی له نن د۱۲۹۸لمریزکال چی د۱۹۱۹عیسوی کال سره سمون خوری دافغانستان توریالی ولس وکړای شول چی دانګریزی ښکیلاک لوی طاقت سره په یوه لڼد مهاله خوسرنوشت سازه جګړه کی داعلیحضرت غازی امان الله خان ترقیادت لاندی خپل کورنی اوبهرنی خپلواکی نړیوالوته اعلام کړی دخپلواکی دترلاسه کولونه وروسته دهیواد دآبادی او دخلکودآرامی دپاره ترقی غوښتونکی اوریفورمیست پاچا په فرهنګی ، اقتصادی ، ټولنیزَعمرانی ، سیاسی اودهوسا ژوند په چاروکی رفاهی پلانونه او ریفورمونه او دعصراو زمانی پر اقتضاء ګامونه پورته کړل .

 

ددی ورځی په ویاړپه کابل ښارکی دارګ ماڼی ته مخامخ يادګاری آبدی د « میناراستقلال»په نامه جوړشول، دښوونځیو په درسی کتابونوکی په ویاړاوغروردافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلوخبری کیدی ، ملی بیرغ ، ملی سرود، دخپلواکی ترانی  مینځ ته راغله . په عمرانی چاروکی دکابل دچاردهی په سیمه کی دنوی ښار ددارلامان په نوم دعصری او مدرن ښارسره دښکلی او شانداره ماڼی اوقصرونه بڼسټ ایښودل شول . دښار دمرکز نه تر دارالامان پوری داورګادی اوسپنیزخط جوړشول . په پغمان کی دطاق ظفریادګاری آبدی چی دغازیانواو شهیدانو نومونه هم پکښی حک او ضبط شوی سره دښکلی او مجللی قصرونه ، پارکونه ، باغونه ، ورزشی لوبغاړی اودسیل او تفریحی ځایونه آباد شو .

 

همداسی  په جلال آباد ، لغمان ،جبل السراج ،کندهاراونوروښارونوکی یولړ تعمیرونه ، فابریکی او نورو نظامی او ملکی رفاهی او تعلیمی ودانی اوتاسیسات تیارشول . دټولینزومناسباتودپاره نوی قوانین،نظام نامی اومقررات داسلامی اوافغانی ټولنیزواعتقادات اوشعایرو پربنیاددیوشمیرپوه ،سترواوخبیرودینی عالمانولکه مولوی محمدابراهیم کاموی ، مولوی فضل الربی، مولوی عبدالحی پنحشیری اونوروجیدپیژندل اومڼل شوی پوهانوله خواتدوین اودافغانستان دقومونواوقبایلوداستازودعنعنوی جرګی له تصویب اوتایید وروسته نافذ شول.

 

دبهرنی اوبینالمللی په ساحه کښی دپلوماتیک اړیکی دمتقابل احترام اوګټو پربڼست دسفراء تبادلی په سویه ټینګښت او پراختیا وموند. افغانان اوافغانستان یوځل بیاپه نړی کی مشهوراودلوړحیثیت اواعتبارخاوندان شول . بهرنی ملی اوبین المللی اسلامی اوغیراسلامی ټولنه اوشخصیتونه افغانانوته په درنښت اومینه کټل اویادول ، دمثال په ټوګه دهندنومیالی متفکراو اندیښمند جواهرلعل پنډت نهرودخپلواکی دبیرته اخیستلوپه موقع وویل :« دافغانستان دخپلواکی مشرغازی اما نلله خان اوافغان باتورملت په ماکی دخپلواکی غوښتنی پیاوړی کړه » . دغسی دمصر لومړی ولسمشر ارواښاد جمال عبدالناصروویل : « ځما دخپلواکی غوښتنی استاذ دافغانستان خيلواک او ریفورمست پاچا اعلیحضرت غازی امان الله خان دی.

 

دا وودهیواددخپلواکی دبیرته اخیستلواودهغه شهیدانواوغازیانواواتل قهرمانانولنډ بهیراوکارنامی چی نن تاریخ او هرافغان چی دپلرونواونیکونوافغانی وینی اودښکلی لرغونی افغانستان او توریالی غیرتمن ولس سره مینه ددوی په رګونوکی بهیږی، پری ویالی او دخپل سراومال په بدل کی ساتنه اوڅارنه کوی .

 

ډغه دویاړنه ډک عملونه او کارناموچی پاس کی په لنډ ډول یادشول ټول دلسوکالوترشاوخوا او دافغانی لګښت او مټ ترسره شوی وو.نوهغه څه چی کیدای شی ددغی تاریخی ورځی په یادونه کی زده کړواوسرمشق  وګرځوو ، هغه آزادی سره مینه او دخلکوفکراوعمل یوالی،ملی وحدت اوملی پیوستون دی ، ځکه پیښی چی هرڅومره سټری وی بیاهم دیوه قام اویوه ملت دمعنوی قوت اوګډ تصمیم په مقابل کی کوچنی اومضمحل کیړی .

 

ګرانولوستونکووطنوالو! اچازه ړاکړی چی لړمخکی ولاړشو :

 

اوښکی موبهیږی ، وینــــــــــی موتوییږی                  زړونــه موکړیږی ، ټینګ ولاړ پـــــه مینه یو

 

له خوب خوړو نه لری یو،زهیر اوغلی یو                  خوند او ژوند ته تلی یو، سخت لتاړ په مینه یو

 

په خواشنی سره دذکروړبولم چی دغه عوامل او دری مفتضح شکست اوماټی او په نړیواله کچه شرمساری او بی اعتباری انګریزی محیل اومکاراستعماری امپراتوری ته دغچ اوانتقام اخیستلودپاره وهڅول چی دافغانستان دهیوادپال خلکواو ددوی محبوب مشرتابه په مقابل کی خنډونه پیداکړی اودافغانستان د د ترقی او پرمخټګ لاره ونیسی بیادشاه شچاع په څیردخپل ایجنتانواومزدورانوپه وسیله لاس وهنه اوناکراری پیل کړی. نوی پالیسی اوکړنلارو ته مخه کړ، چی عبارت دملت په مینځ کی تفرقه اچول اودافغان په وسیله افغان وژنه وو طرح کړل. دغه لاس وهنه دومره روښانه او ملموس وو چی نه یوازی افغانان پری پوه شوی ووچی خبره دکفراواسلام کی نده بلکی په ملک اوسیمه کی ګډوډی اوبی ثباتی رامینځته کول او دترقی او پرمخټګ په لاره کی خڼدونه پیداکول دی ، حتی په کابل کی دبهرنی سفارتونوغړواواستازوامانی حکومت ته وړاندیزوکړچی که ضرورت وی مونږهم دافغانانو په څڼګ کی دانګریزانو پرخلاف جنګیږوچی غوره مثال یی په  کابل کی دجرمنی سفارت استازی داکتر « ګرویا» په نوم وچی وویل:« دی حاضر دی دانګریزانو پرخلاف دجګړی ډګر ته ورشی »، مګر دافغانستان سیاست پوه اوغیرتمن لارښودغازی امان الله خان دجرمنی له استازی نه له دی دوستانه احساساتو څخه مننه وکړه او هغه ته یی ځواب ورکړچی افغانان پخپله دستونزوله اواری څخه وتلای شی او دښمن ته غاښ ماټوونکی ځواب ورکولای شی.

 

خودخپلواکی مشراودهیواود اوخلکو صالح اورښتین خدمتګار زامن اعلیحضرت غازی امان الله خان پدی پوه ووچی مکاراو محیل دښمن دملت ارادی ته مخامخ دریدلای نشی او دپردی ترشادخوشباوری نه ناوړه استفادی کوی اودخپل طرح شوی شوم اوناجایزکړنلاره او نسخی پربڼست دخلکوپه مینځ نا باوری اونفاق زیږوی، افغان پوسیله افغان وژنی اوملک ویجاړوی. لهذا نه غوښتل چی بی ګناه خلک ووژل شی اوملک ویجاړشی ، استعفاء ورکړاودکندهار له لاری ایتالیی خواته روان شو .

 

پدی ترتیب دغازی امان الله خان دحکومت دوره پای ته ورسید، حکومت او اداره دنهه «۹» میاشتودپاره دانګلیسی ګوداګی مشهورغل حبیب الله دسقاوځوی اودهغه دارودسته په لاس ولوید اودانګریزی پلان سره سم دسقاوځوی د کابل شاهی ارګ  ماڼی ته ورننوت او دپاچاهی پګړی دڅوغلو او وطن پلورولخوا ورته وتړل شو . افغانان او افغانستان یوځل بیا دبدمرغی ، بی سوادی ، بی امنیتی، قتل و قتال،چور وچپاول او نور کړاونوکنډی ته وغورځید چی پایل یی افغانا ن او افغانستان دوخت بل نړی خوارسورښکیلاک په لمن کی واچول شول چی دهغه تجاوزاوبیا ددی هم مفتضح ماټی او نابودی بیل بحث دی اوددی تجاوزاو دماټی نه وروسته  دتاریخ  دویاړونواوناخوالوجلا باب تشکیلوی .  دا چه اوس داسی بهیر را ړوان دی چی دغل نه اتل او اتل نه غل جوړیږی دا هم دمحیل او مکاروځاله او نوی دښمنانوکاردی چی پخوانی دښمنان د دوستا نو په جامه کی لاس یو کړیدی .

 

خو په آخرکی بیاهغه څه چی په موقع اودویلو وړبولم، پداسی حال چی افغانان د یونا څرګنده ښادی اویوګونګ غم په مینځ کی قرارلری او ټول ولس او ملی وطن پال افغا نانو دپاره که دننه دی اوکه په بهردپریښانی اوتشویش وړګرځیدلی دی خپلواکی او هرشی ترسوال لاندی وړی دی، هغه دا چه لس کاله کیږی چی په هیواد کی  حکومت ، اداره او نظام ایجاد شویدی او نړیوال بیدریغه سیاسی ، اقتصادی او نظامی مرسته اوملاتړ هم ورسره شته ، په خواشینی سره ددی پرځای چی دخلکو پرزخمونوپټی ولګول شی ، دخلکو امنیت، سوکالی او د وران ویجاړ افغانستان دبیا رغاونی اوودانولودپاره بڼستیز او صادقانه ګامونه پورته شی ،کار ونودیوپلان او پروګرام او اولویتونو پر بنا پرمخ بیول شوی برعکس ملی ګټواو مصالحو سره ، ملی او تاریخی ارزښتونواوملی شخصیتونواورښتینوخدمتګارانوپه سرلوبی ، سپکاوی اومعامله کیږی .

 

ورځ ترورځ د درامی دنوی پړاونو پربناء کړاونه ، قتل وقتال ، غلا، اختطاف ، ادارای  او اخلاقی فساد ، ارتشا او پخپل سر ی او دپردیوارادی ، ایدیالوژی فرهنګ اوکلتور رواجول، ددولت ثلاثه یادری ګونی قواوی په مینځ مفتضح رسوایی او قام شرمی  او په خاصه ټوګه په ختیځ،لودیځ اوجنوب لودیځ سیموپربیګناه خلکو بیرحمانه بمبارمان او تباهی جریان لری چی دهیڅ نورم ،میثاق، منطق او عدالت سره سمون نخوری او جواز نلری او دزغملووړ ندی .یا امریکی سره دستراتیژیک تړون په اړوند تر څو چی اداره د نااهلو. فاسد ڼاکام او معامله ګرو نه پاک اوتصفیه نشی او دافغان ولس باوراو یقین سره سمون نلری چی دافغانانواوهیواد ګتی او مصلحونه په نظر کی نیول کیږی او پکښی خوندی وی .

 

بناء پدی حال سره نن له هروخت نه زیات داصیل اوهیواد پال افغانانوایثاراوفداکاری ، ملی پخلاینی ، ملی پیوستون اوحرکت ته ضورت احساس کیږی چی سره یوشی، لاس ورکړی چی دپردیو او ددوی بدناموبی خاصیته کورنی ایجنتانو لاس لنډ شی او افغانان دملی وګړو په مرسته پخپله خپل هیواداو ملی نظام اوسیستم جوړکړی ویجاړهیواد زمونږنه غواړی اومونږ باندی غږ کوی چی :

 

افغانانوستاسو کوریم ، پردوته می پری نږدی          زه ویجاړ افغانستان یم ، ورانیدو ته می پری نږدی

 

په آخر کی وایم :

 

دلته هرڅوک چی اوسیږی بس افغان دی             تور او سپین پیداکول پکښی ملی تاوان دی

 

لوی هیوادبه په ملی وحدت جوړیـــــږی             دا زمونږ عقیده  دا مـــــــــــــــو ایمان   دی


September 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی